د غور د امنیې قومندانۍ د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، فېروزکوه ښار کې د ټرافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پېښه د شنبې په شپه د کب په ۱۸مه ۹:۰۰ بجې د فېروزکوه ښار «پوزلیچ» سیمه کې شوې ده.
د پېښې د رامنځ ته کېدو څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي، خو لامل یې د موټر چلوونکي بېاحتیاطي ښوول شوی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د موټرچلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو بد وضعیت او د ټرافیکي قوانینو په اړه نه پوهاوی له هغو لاملونو بلل کیږي چې له امله یې هېواد کې ټرافيکي پېښې رامنځ ته کیږي او هېوادوالو څخه قرباني اخلي.