ترکیې په سوریه کې د بشارالاسد حکومت له سقوط وروسته د دغه هېواد په پلازمېنې دمشق کې خپل سفارت پرانېست.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ترکیې اناتولي خبري اژانس خبر ورکړی چې په دمشق کې د ترکیې سفارت پرون له دولسکلن ځنډ وروسته خپل فعالیت بېرته پیل کړی دی.
د راپور له مخې، په موریتاني کې د ترکیې سفیر برهان کوراوغلو د دغه سفارت د ښارژدافیر په توګه ټاکل شوی دی.
ترکیې په ۲۰۱۲ کې له هغه وروسته په سوریه کې خپل سفارت وتړه چې د بشارالاسد حکومت معترضان وځپل.