Asset 1SWN

ټرمپ د افغانستان په ګډون امریکا ته د ۱۲هېوادونو د وګړو په سفر بندیز لګولی

ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ چهارشنبه د ملي امنیت لپاره د ګواښ په دلیل متحده ایالتونو ته د افغانستان، ایران او سوډان په ګډون د ١٢ هېوادونو د وګړو په سفر بندیز لګولی.

د راپورونو پر اساس، ټرمپ د یوه فرمان په لاسلیک کولو سره له دوشنبې ورځې د جون له ٩مې وروسته د ١٢ هېوادونو د وګړو په سفر بندیز او د ٧ نورو هېوادونو د مسافرینو لپاره جزئي محدودیتونه وضع کړي دي.

د دغه نوي فرمان له مخې، د افغانستان، ایران، یمن، لیبیا، سودان، سومالیا، استوایی ګیني، چاد، کانګو، برما، اریتریا او هایتي هېوادونو اتباعو ته امریکا ته د ننوتو اجازه نشته، پرته له دې چې دا کسان د امریکا قانوني استوګن وي یا له مخکې یې د امریکا وېزه ترلاسه کړې وي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


فرمان کې د ۷ نورو هېوادونو اتباعو ته هم جدي محدودیتونه وضع شوي. په دې هېوادونو کې ترکمنستان، بروندي، کیوبا، لاووس، وینزویلا، توګو او سیرا لیون هم دي.

فرمان کې ویل شوي چې امریکا ته د یادو هېوادونو د وګړو سفر د دغه هېواد د ملي امنیت لپاره ګواښ شمېرل کیږي.

خو د دایمي اقامې، معتبره ویزو او هغو کسانو لپاره چې امریکا ته تلل يې د متحده ایالتونو په ګټه وي، استثنات په پام کې نیول شوي دي.

د ډونالډ ټرمپ د سفر بندیز د فرمان مخالفان، په ځانګړي ډول ډیموکراټان دا اقدام یو ډول تبعیض او غیرقانوني بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام