Asset 1SWN

د امریکا دفاع وزیر په یوه ناڅاپي سفر اوکراین ته تللی

AP23324597749247-1700534693

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن په یوه ناڅاپي سفر اوکراین ته تللی او له دغه هېواد سره یې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پوځي مرستې اعلان هم کړی دی.

لوېډ اسټن د ۲۰۲۲ کال  له اپرېل راهیسې دغه هېواد ته د خپل لومړي سفر پر مهال له ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي، د یاد هېواد دفاع وزیر رستم عمروف او د پوځ لوی درستیز والیري زالوژني سره لیدلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه لیدنه پرون دوشنبه د نومبر ۲۰مه د اوکراین پلازمېنې کیېف کې شوې او د امریکا دفاع وزیر له اوکراین د خپل هېواد د اوږدمهالي ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

هغه د دې لیدنې پر مهال همداراز ویلي: «د روسیي ځواکونو ماتولو لپاره د اوکراین د نورې نړۍ لپاره مهمې دي او د امریکا ملاتړ به د اوږدمهال لپاره دوام ورکړي.»

په اعلان شوې پوځي مرسته کې د ټانګ ضد وسلې، د هوايي دفاع او توغندیز سېسټم ترڅنګ نور پوځي تجهیزات شامل دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي دغه هېواد ته د امریکا دفاع وزیر سفر مهم وباله او په وینا یې، «اوکراین د امریکا پر ملاتړ باور لري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې هغه مهال چې د روسیې او اوکراین ترمنځ نښته پیل شوه، امریکا اوکراین سره د ۴۴ میلیارډ ډالرو په ارزښت پوځي مرسته کړې.

د امریکا متحدینو بیا په ګډه له اوکراین سره د ۳۵ میلیارډو ډالرو مرسته کړې چې دغه مرستې تر ډېره پر پوځي برخه راټولې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام