Asset 1SWN

سلام وطندار

نن افغانستان او یوشمېر اسلامي هېوادونو کې د اختر لومړۍ ورځ ده

اختر-r3lv1p7d4csluwwnsoc6yz16qnkw7jqupysarlouj8

اختر چې د مسلمانانو له خاصو مناسبتي ورځو څخه دی، په ټولو اسلامي هېوادونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کيږي.

د سلام‌وطندار راډیو مشرتابه او کارمندان تاسو درنو هېوادوالو او ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي وړاندې کوي او هیله لري چې له خوښیو ډک اختر ولرئ.

دې سره د اسلامي امارت امنیتي مسوولان د کوچني اختر په ورځو کې د ځانګړو تابیاوو له نیولو سره په ټول هېواد کې د هېوادوالو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی.

د چارواکو په خبره، هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي، چې د هېوادوالو امنیت ګډوډ کړي.

امنیتي مسوولان همدارنګه وايي، د ښارونو په سطحه امنیتي چک‌پاینټونه او سیارې ګزمې زیاتې شوي، ترڅو خلک وکولی شي خوندي فضا کې د اختر ورځې ونمانځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام