د اسلامي امارت سترې محکمې د دوو جلا جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، نن (جمعه، وري ۲۲) بادغیس ولایت کې په دوو کسانو چې په قتل تورن وو، د قصاص حکم تطبیق شو.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو کسانو له ډلې لومړی کس سلیمان د محمد رسول زوی د بادغیس د تګابعلم ولسوالي د «چاهجلال» سیمې اوسېدونکی او دویم کس حیدر د مجنون زوی د درهبوم ولسوالي «نخچرستان» سیمې اوسېدونکی دی چې د قصاص حکم پر عملي شو.
خبرپاڼه کې راغلي چې د نیمروز مرکز زرنج ښار شهید سټیډیوم کې هم په عبدالقدیر د عبدالرحمان زوی چې زرنج ښار اوسېدونکی دی او په قتل تورن وو، د قصاص حکم اجرا شوی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سترې محکمې ویلي چې دغه حکم د درې ګونو محکمو او د اسلامي امارت د مشر تر تایید وروسته پلي کړای شوی دی.
ویل شوي چې پر دغو کسانو د قصاص حکم د تطبیق پرمهال د اسلامي امارت ګڼ شمېر چارواکو او ولسي خلکو حضور درلود.
بادغیس او نیمروز ولایتونو کې په دغو ۳ کسانو داسې مهال د قصاص حکم اجرا کیږي چې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بېلابېلو ادارو له اسلامي امارته غوښتي چې په عام محضر کې دغه ډول سزاوې و دروي.