Asset 1SWN

غزني کې د وروستیو طبیعي پېښو زیانمن مرستې غواړي

غزنی-1-qo6yvdgkkn67j3xi1zi9c35d37sn49jqso6laog688

اقلیمي بدلونونو، سختو بارانونو او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ویجاړوونکو سېلابونو په تېرو دوو کلونو کې زرګونه کورنۍ زیانمنې کړي او د ډېرو کورنیو عادي ژوند یې له ننګونو سره مخامخ کړی دی. د روان لمریز کال د لومړیو دوو میاشتو پر مهال په غزني کې لسګونه کورنۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوشمېر زیانمنې شوې کورنۍ نیوکه کوي چې بشري مرستې ورته نه‌دي رسېدلي. لالا چې د غزني د مرکز په غيب قلندر کلي کې اوسېږي وايي، د روان کال په وري مياشت کې يې کور د سختو بارانونو له امله نړېدلى او کورنۍ يې اوس بل کلي ته کډه شوې ده.

هغه زیاتوي چې د خپل کور د نړېدو په اړه یې محلي چارواکو ته خبر ورکړی، خو تر اوسه ورسره مرسته نه‌ده شوې او په اوینا یې، اوس د بل په کور کې اوسېږي.

سیدضیا هم د هغو کسانو له ډلې یو دی چې په جاغوري ولسوالي کې یې کور د سختو اورښتونو له امله ویجاړ شوی دی. د هغه په وینا، تراوسه ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.

نوموړی زیاتوي: «په اورښتونو کې د ډېرو کورونه نړېدلي؛ زموږ هم نړېدلی. د پېښو پر وړاندې ریاست کې مو عریضه کړې، کور یې کتلی، خو تراوسه مرسته نه‌ده شوې. هیله ده چې دولت په دې برخه کې همکاري وکړي.»

په همدې حال کې د غزني یوشمېر اوسېدونکي او د دغه ولايت مدني فعالان وايي، په هېواد کې د طبيعي پېښو له امله تر ډېره بې‌وزله کورنۍ او هغه کسان چې په کليو کې اوسېږي، زيانمنېږي.

د دوی په وینا، حکومت باید د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره منظم او هراړخیز پروګرامونه جوړ کړي. د غزني اوسېدونکی رامین حداد وایي: «له بده مرغه ډېر زیان بې‌وزله کسانو ته رسېدلی. له دولت نه غواړو چې دې برخې ته ډېر پام وکړي.»

خو د غزني له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست مسوولان وایي، په تېرو دوو مياشتو کې یې له څه باندې ۱۵۰ زيانمنو شويو کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

د غزني له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس عزیزالله جهادمل وايي: «په لومړي ځل مو ۹۸ کسانو ته ووېشل. اوړه، غوړي، دال او یونیسف کېټونه مو کورنیو ته ورکړل. د همکارو موسسو له‌خوا مو هم هرې کورنۍ ته ۱۸۴۰۰ افغانۍ ورکړې. بیا مو ګډه سروې وکړه او د ۵۴ کورنیو هرې یوې ته مو ۱۸۶۰۰ افغانۍ ورکړې.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه د غزني له وروستیو زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو د نه وېش په اړه وايي چې د سروې له پای ته رسېدو وروسته به پر دوى نغدي او نورې مرستې ووېشل شي.

د غزني له طبيعي پېښو سره د مبارزې رییس زیاتوي چې د تېرو دوو مياشتو پر مهال په دغه ولايت د طبيعي پېښو له امله ١٨ کسان مړه او شپږ نور ټپيان شوي او تر ١٥٠ ډېر کورونه هم ويجاړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام