د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي، د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې «امکا» نن (یکشنبه، وري ۳) کابل کې بیا ځلې فعالیت پیل کړ.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال محمد زاهد احمدزي په دې مناسبت یوې غونډې ته وویل، دغه وزارت د افغانستان د کار قوانینو په مطابق د کارګرانو له حقونو ملاتړ کوي او د هغوی ستونزو ته به رسېدنه وکړي.
ده وویل: «کارګران د ټولنې په پرمختګ کې مهم رول لري او باید د هغوی د خدمتونو درناوی وشي او د قانون له مخې باید د هغوی ملاتړ وکړو. دغه ټولنه د کارګرانو ستونزو ته رسېدنه کوي.»
د کارګرانو ملي ټولنې د فعالیت بیا پیلېدو سره هممهاله، د کار او ټولنیزو چارو وزارت عبدالمتین مولويزاده د دغه بنسټ سرپرست په توګه معرفي کړی.
د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې سرپرست وویل، د کارګرانو غوښتنې به د کار قانون پر بنسټ په منسجم ډول د اسلامي امارت له مسوولانو سره شریکې کړي.
هغه وايي چې «هڅه کوو چې د کارګرانو لپاره د کار زمینه برابره کړو او د هغوی له حقونو ملاتړ کوو. هېواد کې د کار قانون عملي کولو ته ژمن یو او ډېره هڅه کوو چې د کار ورکوونکو او کارګرانو ترمنځ عدالت تامین کړو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د اقتصاد وزارت مسوولانو هم دغه غونډه کې افغانستان کې بېکاري له جدي ننګونو څخه بولي.
د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري وویل، اسلامي امارت افغانستان کې د بېکارۍ کچې کمولو لپاره په یو لړ پروګرامونو کا کوي.
دې سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان بېلابېلو صنعتي او خدماتي برخو کې د وړ کاري ځواک له کمښت څخه اندېښنه ښيي.
د دغې خونې مرستیال یونس مومند د کارګرانو له ټولنې وغوښتل چې د حرفهيي ځواک په روزنه کې جدي هڅې وکړي.
همدا ډول افغانستان کې د کار نړیوال سازمان مشر توماس استنسټروم هې،اد کې د کارګرانو حقونو په تړاو د کنوانسیونونو په عملي کولو ټینګار کوي.
«د کار نړیوال کنوانسیونونه، د ماشومانو د کار او په جبري ډول د کار مخنیوی کوي او په نړیواله سطحه د انسان کرامت او د هغه د کار صحت تضمینوي او دغه ټولنه باید هغه عملي کړي.»
د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې فعالیت د جمهوري نظام پرمهال د دغې ټولنې د غړیو ترمنځ د اختلافونو په دلیل په موقت ډول ځنډول شوی وو.