د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولان وايي، دې وروستیو کې د سپینبولدک له لارې هېواد ته د بیرته راستنېدونکو لړۍ چټکه شوې.
د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د ثبت مسوؤل عبداللطیف حکیمي وویل، پخوا به د ورځې لسګونه کورنۍ راستنېدې، خو اوس دا شمېر له سلو ډېر شوی چې دوه برابره زیاتوالی ښیي.
د نوموړي په خبره، د افغان کډوالو د اېستلو د درېیم پړاو د اعلان له امله، افغانان د پاکستان پرېښودو ته اړ شوي.
د پاکستان حکومت اعلان کړی، هغه افغانان چې د P.O.R کارتونه لري، باید تر جون میاشتې پورې دغه هېواد پرېږدي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۶۹ کلن محمد اسماعیل چې تازه له پاکستانه راستون شوی وايي: «د پاکستان لخوا د ایستلو پروګرام فشارونه ډېر کړي، نو ډېر خلک اوس په خپله خوښه راستنېږي.»
همداراز محمد قاسم او بشیر احمد چې په سپینبولدک لار راستانه شوي شکایت کوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو له افغانانو سره بد چلند کاوه.
«هلته د ژوند شرایط ډېر سخت وو، کار نه پیدا کېده، ما پرېکړه وکړه چې بېرته خپل هېواد ته راوګرځم.»
«نه مو کار کولی شو، نه مو نور ژوند آسانه و، مجبور شوو چې راستون شو.»
د ملګرو ملتونو سازمان هم اندېښنه ښودلې او ویلي، د کډوالو اېستلو په دغه پړاو کې هغه افغانان هم شامل دي چې د دغه سازمان له خوا ثبت شوي دي.



