Asset 1SWN

سلام وطندار

د کډوالو چارو وزارت پاکستان ته: له افغان کډوالو سره ښه چلن وکړئ

مهاجران-افغان-در-پاکستان-1-qxte2yhzjsh18z9w1yrkiov977fmoluvk3gs2ho0w8

په پاکستان کې یوشمېر افغان کډوال وايي، نه یوازې د ژوند لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري، بلکې شپه او ورځ دا وېره ورسره وي چې پولیس به یې ونیسي او بېرته به یې افغانستان ته واړوي.

په پاکستان کې مېشت یو افغان کډوال اېمل حبیبي وايي، افغان کډوال په دغه هېواد کې په ډار او وېرې سره ژوند کوي. هغه زیاتوي: «افغانان هره شېبه دې ته په تمه دي یا په دې وېرې سره ژوند کوي چې د کورنۍ کوم غړی بېرته افغانستان ته ونه لېږل شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په پاکستان کې یو بل افغان کډوال هادي غفاري هم وايي چې افغان کډوال په دغه هېواد کې د ناچارۍ، وزګارتیا، بې‌برخلیکۍ او په زوره اېستلو د وېرې له کبله پر ژور خپګان اخته شوي دي. نوموړی وايي: «ګڼ‌شمېر کډوالو د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کارتونه اخیستي، خو پولیسو ته د باور وړ نه‌دي. د کډوالو بله ستونزه وزګارتیا ده، هېڅ ډول کار نه ورکول کېږي او له اقتصادي اړخه بېخي فلج دي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقا.ني وايي، له پاکستان او نورو کوربه هېوادونو څخه غواړو چې افغانانو ته اجازه ورکړي، څو په خپله خوښه افغانستان ته را وګرځي. هغه زیاتوي: «دغه هېوادونه باید د کډوالو شکنجه کولو ته پلمې ونه لټوي او هغوی دې پرېږدي؛ سم چلن دې ورسره وکړي، څو په خپله خوښه افغانستان ته راشي.»

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د سږ کال له پیل راهیسې ۸۸ زره افغان کډوال په زوره او خپله خوښه له پاکستان څخه هېواد ته را ستانه شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د شمېرو پر بنسټ، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر له ۳۰مې پورې نږدې ۵۸۸ زره افغان کډوال له پاکستان څخه اېستل شوي دي.

یوشمېر افغانان چې په زوره یا خپله خوښه له پاکستان څخه هېواد ته راغلي، دلته له وزګارتیا او د اوسېدو ځای نه لرلو څخه سر ټکوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ننګرهار اوسېدونکی رحمان‌الله چې څه موده مخکې له پاکستان څخه را اېستل شوی، وايي: «هلته مو کاروبار ښه و، خو اوس چې دلته راغلي یوو، دلته کار نشته، د اوسېدو ځای نه‌لرو او د کور کرایه ورکوو؛ روزګار مو خراب دی.»

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا ای‌او‌اېم تازه ویلي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر درې میلیونه او ۵۰۰ زره کسانو ته رسېږي او ۶۰۰ زره هغه یې هلته د اوسېدو قانوني سندونه نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام