نن (د مې دیارلسمه، چهارشنبه) د مطبوعاتو ازادۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د حکومت د رسنیو مرکز کې دا ورځ ونمانځله. د دغه وزارت مسوولانو خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې به حل کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال عتیقالله عزیزي په دې غونډه کې له اسلامي ارزښتونو سره د رسنیو د فعالیت پر برابرېدو د ټینګار تر څنګ وویل: «له موږ سره یوځای شئ. موږ هم د ستونزو پر حل غور کوو. هڅه کوو چې د محدودیت ستونزه هم حل شي. موږ باید په ګډه د دغه نظام د ښهوالي لپاره هڅې وکړو.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د دې غونډې ګډونوالو بیا د اسلامي امارت له مسوولانو وغوښتل چې د خبریالۍ او رسنیز فعالیت پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي. دوی ټینګار کوي چې ا.ا باید د بیان ازادي په عمل کې بنسټیزه کړي.
د موبي ګروپ رییس محمدنعیم سروري وویل: «موږ باید د مطبوعاتو ازادۍ غونډې ولرو، خو که ډېر ستر سانسور لګېدلی وي، دا لامل کېږي چې رسنۍ په سم ډول خپل کار و نهشي کړای.»
بلهخوا د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې رییس حجتالله مجددي وویل: «موږ د حکومت له پیل راهیسې د رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ته په تمه یوو. په شفاهي ډول لارښوونې اورو، تر هغه چې قوانین په لیکنۍ بڼه تصویب او عملي نهشي، ستونزمنه ده چې رسنۍ پوه شي کومې خوا ته روانې دي.»
اوس په افغانستان کې خبریالي او د اطلاع رسونې کار له ډېرو محدودیتونو، سانسور او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي ستونزې سره مخامخ دي. یوشمېر خبریالان هم وايي، که روان وضعیت دوام وکړي، د بیان ازادۍ راتلونکې او د رسنیو فعالیت به له سختو ننګونو سره مخامخ کړي.
کابل کې یو خبریال سیدمهدي حسیني وايي: «که پر موږ شته محدودیتونه همداسې پاتې شي او دوام وکړي، موږ دې ته اندېښمن یوو چې افغانستان کې به د رسنیو ازادۍ او د بیان ازادۍ په نوم څه نه وي.»
که څه هم له څو میاشتو راهیسې د رسنیزو سرغړونو او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیونونو فعالیت پیل کړی، خو دغه کمېسیونونه تر اوسه د خبریالۍ او رسنیز کار پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د لرې کېدو او مخنیوي برخه کې د پام وړ لاستهراوړنې نه لري.