د کیفري نړیوالې محکمې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه هېواد د دفاع مخکیني وزیر یواف ګالانت د نیولو حکم صادر کړی دی. رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې دغه حکم پرون – د لیندۍ لومړۍ، پنجشنبه صادر شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپور له مخې، د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه هېواد د دفاع مخکینی وزیر په غزه کې د بشریت پر وړاندې د جنګي جنایتونو له کبله تورن پېژندل شوي دي.
د کیفري نړیوالې محکمې د حماس د نظامي مسوول محمددیاب ابراهیمالمصري د نیولو حکم هم صادر کړی دی.
د اسراییلو لومړي وزیر د کیفري نړیوالې محکمې حکم «احمقانه» او د «یهودیانو ضد» بللی او ټینګار یې کړی، تر هغه یې چې د هېواد جګړهييزې موخې نهوي ترلاسه شوې، په غزه کې به جګړې ته دوام ورکړي.
بلهخوا اروپايي ټولنې د کیفري نړیوالې محکمې له لوري د نیولو دغه حکم «ناسیاسي او اړین» بللی دی.
د دغه حکم په صادرېدو سره به د کیفري نړیوالې محکمې ۱۲۴ غړي هېوادونه د دغه حکم د عملي کېدو او د نتانیاهو او ګالانت د نیولو په اړه پرېکړه وکړي.