Asset 1SWN

په تخار کې سېلابونو د ۲۰ کسانو ژوند اخیستی او ۱۵ نور ورک دي

سیل در تخار 1

د تخار محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې راغلیو سېلابونو لسګونه سیمې ویجاړې کړي چې له کبله یې شل کسانو ژوند بایللی او پنځلس نور هم ورک شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تخار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس احمدسیر ساجد وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له کبله لږترلږه شل کسان مړه شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو سېلابونو کې لسګونه کورونه او سلګونه جریمه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

هغه زیاتوي چې یاد سېلابونه په چال، شکمش، نمک‌آب او فرخار ولسوالیو کې خلکو ته زیانونه اړولي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په همدې حال کې د تخار د سرې میاشتې ټولنې کارکوونکي د فرخار ولسوالي په مشتان سیمه کې د راغلیو سېلابونو له کبله د پنځلسو کسانو د ورکېدو خبر ورکوي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام