Asset 1SWN

د سرپرست حکومت پلاوی د دوحې غونډه کې ګډون کوي

170934932

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد د یکشنبې ورځ رسنیو ته ویلي چې د سرپرست حکومت یو پلاوی به د دوحې په راتلونکې جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي. د نوموړي په وینا، یاده غونډه د ا.ا په ګټه ده او پلاوی یې تیار دی چې په یاده غونډه کې ګډون وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم تراوسه د دوحې غونډې اجندا نه‌ده په ډاګه شوې، خو م.جاهد ویلي چې یاده اجندا یې مطالعه کړې او په خبره یې، د بشري مرستو را ټولول او افغانستان کې د پانګونې برخه یې ډېره مهمه ده.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دوحې غونډه کې د ګډون په اړه د ملګرو ملتونو د پرله‌پسې غوښتنو وروسته ویلي و، د یادې غونډې د اجندا له مطالعه کولو وروسته به په‌کې د ګډون او نه ګډون پرېکړه وکړي.

د راپورونو له مخې، د سرپرست حکومت ټینګار دا و چې د دوحې غونډه کې به یوازې د دوی استازی د افغانستان استازولي کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا د افغانستان په اړه درېیمه غونډه ده چې په دوحه کې جوړېږي او د سرپرست حکومت پلاوي په تېرو دوو غونډو کې ګډون نه و کړی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام