Asset 1SWN

بلوچستان کې د څلورو وژل شویو افغانانو جسدونه افغانستان ته را لېږدول شوي

Embassy-of-Afghanistan-in-Pakistan-1-qvhfs6xlytotchd1sddn7otw0af12kf3welmhsm1zc

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وايي، په لوچستان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د اوو افغان کارګرو جسدونه یې د هغو کورنیو ته سپارلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه سفارت پرون ناوخته (د تلې ۲۱مه، شنبه) پر اېکس لیکلي چې د څلورو افغان کارګرو جسدونه یې افغانستان ته لېږدولي او د درېوو نورو یې په کویټه کې د هغو کورنیو ته سپارلي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: «د دغو اوو شهید شویو افغانانو جسدونه چې درې یې کډوال او څلور نور هم د کندهار د معروف ولسوالي اوسېدونکي وو، نن د کونسګرۍ او د کډوالو مسوولانو له لوري د هغوی کورنیو ته وسپارل شول.»

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت له پاکستاني چارواکو غوښتي چې په بلوچستان کې د کان پر کارګرانو د شوي برید عاملان ونیسي او سزا ورکړي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ناپېژنده وسله‌والو درې ورځې مخکې په بلوچستان کې د ډبرو سکرو پر یوه کان برید وکړ چې له کبله یې د اوو افغانانو په ګډون، ۲۰ کسان ووژل شول او اووه نور ټپیان شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام