Asset 1SWN

کابل کې د صنعت اونۍ څلورم ملي نندارتون پرانیستل شو

Gr8kK5pXgAEQThq

د صنعت اونۍ ۷ ورځنی څلورم نندارتون نن (سه‌شنبه، جوزا شپږمه) د اسلامي امارت د چارواکو، د یوشمېر سفارتونو د ډیپلوماټانو، خصوصي سکتور استازو، صنعت‌کارانو او پانګوالو په حضور سره کابل کې پرانیستل شو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د صنعت اونۍ د ملي نندارتون د پرانیستې پرمهال وویل، دغه نندارتون له کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ په موخه جوړ شوی.

هغه وویل، اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو زیاتواول په موخه پر یوې پالیسۍ کار کوي.

«مونږ باید په تدریجي ډول له وارداتو څخه ځان بسیاینې ته لاړ شو. او باید د خپل هېواد د ابادۍ لپاره اصلي ګامونه پورته کړو. له صنعت څخه ملاتړ مهم دی. باید کورني تولیدات زیات کړو او په همدې دلیل مونږ دې برخه کې پالیسۍ ترلاس لاندې لرو.»

دغه نندارتون کې کورني تولیدات، محصولات، د ښځو لاسي صنایع، خوراکي توکي، غیرالکولي څښاک، غالۍ، لبنیات، برښنايي توکي او د کور توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي چې دغه غونډه کې یې حضور درلود، له صنعت کارانو وغوښتل چې باکیفیته توکي تولید کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«له صنعت‌کارانو غواړو هغه څه چې دلته تولیدوي، کیفیت ته یې ډېر پام وکړي او بې کیفیته توکي تولید نه کړي او نه دې له بهره واردوي، دا د افغانستان د نوم‌بدي کېدو لامل کیږي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د هېواد بازارونو کې د سالمې سیالۍ پر اړتیا ټینګار کوي او له سوداګرو غواړي چې توکو له احتکار څخه ډډه وکړي.

ورته وخت کې یوشمېر صنعت‌کاران چې دغه نندارتون کې یې ګډون کړی، د خپلو تولیداتو د پلور او بازار موندنې لپاره د دغه نندارتون جوړېدل مهم بولي.

د دغه نندارتون دوو ګډون‌کوونکو فرید احمد او همایون وویل:

«دغه نندارتون خپل اغېز لري، له بېلابېلو ځایونو خلک راځي او دا د کورنیو تولیداتو د ترویج لامل کیږي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لامل به شي.»

«په دغه نندارتون سره زمونږ کاروبار پرمختګ کوي او د هېواد صنعت به هم وده وکړي.»

د صنعت اونۍ څلورم ملي نندارتون کې په ۷۰۰ غرفو کې کورني تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام