د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر رحمت الله محمدي وایي، لس چینایي ګرځندویان چې ښځې او نارینه پکې شامل دي، پرون دغه ولایت ته راغلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاتوي چې یادو ګرځندویانو د هرات ځینو تاریخي ځایونو ته ورغلي دي.
د نوموړي په وینا، د روان کال له پیل نه تر اوسه پورې له ۱۰۰۰ ډېر بهرني ګرځندویان دغه ولایت ته ورغلي دي.
د یادونې ده چې هرات د ۸۰۰ لرغونو تاریخي ځایونو په لرلو سره د ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو پام ور اړولی دی.