په رسنيو کې د ښځينه کارکوونکو کموالی؛ په ۶ میاشتو کې ۱۸ سلنه کمې شوي

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، په تېرو شپږو میاشتو کې په هېواد کې د رسنیو د ښځینه کارکوونکيو ۱۸سلنه کمې شوي.

ياد بنسټ وايي، دغه شمېرې اندېښمنوونکې دي او همداراز په هېواد کې د خبریالۍ د کار د وضعیت د خرابوالي څرګندویي کوي.

په یوه کال کې د بشري حقونو ۲۳ مدافعان او مدني فعالان وژل شوي

د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع او په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعانو کمېټې مسوولان وايي، د تېر یوه کال راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو او مدني ټولنې ۲۳ فعالان وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، په یاده موده کې د بشري حقونو او مدني ټولنې فعالانو ته د ۵۴ سختو ګواښونو شاهدان وو چې له ډلې یې د ۱۷ هغو قضیو د څېړلو په برخه کې یې لازمه مرسته ورسره کړې ده.

د خبریالانو د خوندیتوب په اړه له امنیتي ادارو د طاهر زهیر غوښتنه

د اطلاعاتو او کلتور وزیر طاهر زهیر وايي، پر خبریالانو برید جنګي جنایت دی او امنیتي ادارې باید د خبریالانو د ژوند خوندیتوب لپاره لاس په‌ کار شي. 

نوموړي نن د یوې خبري غونډې پر مهال د ملي امنیت له عمومي ریاست او کورنیو چارو وزارت نه وغوښتل چې د خبریالانو د ژوند ژغورلو لپاره پر ځانګړو طرحو کار وکړي.