د لوګر ولایتي روغتون کې د بسترونو کموالي ناروغانو له ستونزو سره مخامخ کړي
د لوګر په ولایتي روغتون کې یو ناروغ عصمتالله وايي، په دغه روغتون کې د ځای کموالي له کبله په هره کوټه کې چې د یوه کس لپاره ده، څلور کسان بستر دي. د نوموړي په وینا، خلک اقتصادي ستونزې لري او خصوصي روغتون ته د درملنې لپاره نهشي ورتللی.
د تخار اوسېدونکي: په ولایتي روغتون کې درمل کم او ډاکټران پاملرنه نه کوي
د تخار په ولایتي روغتون کې د درملو نشتوالي ناروغان او د هغوی پایوازان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي. د تخار په ولایتي روغتون کې یوشمېر ناروغلرونکي د درملو د کمښت او د ډاکټرانو د نه پاملرنې په اړه شکایت کوي او وايي، سره له دې چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، خو بیا هم اړ دي چې د ناروغانو لپاره په بهر کې درمل واخلي.
د جوزجان اوسېدونکي: ولایتي روغتون له ښاره لرې او امکانات یې لږ دي
د جوزجان ۲۰۰بستریز ولایتي روغتون کې د یوشمېر ناروغان پیوازان شکایت کوي چې یاد روغتون له مرکز شبرغان ښار څخه په لرې واټن کې جوړ شوی او دغه روغتون د څښاک پاکې اوبه هم نهلري.
د غور ولایتي روغتون کې د بستر، درملو او د روغتیایي امکاناتو د کمښت په اړه د خلکو شکایت
یو شمېر ناروغلرونکي چې خپل ناروغان یې د غور مرکزي روغتون ته د درملنې لپاره بیولي او اوونۍ کېږي چې د خپلو ناروغانو روغتیایي حالت ښه کېدو ته په تمه دي، د دغه ولایت روغتون کې د بستر، درملو او روغتیايي امکاناتو کمښت څخه شکایت کوي.