بامیانو کې یو دیني عالم د یوې نجلۍ د تښتولو پرمهال نیول شوی

بامیانو کې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې د دغه ولایت د یکاولنګ ولسوالي په «سولیج» کلي کې یو دیني عالم د یوې ۱۷کلنې نجلۍ د تښتولو پرمهال د ا.ا د ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط، ویلي چې یاد دیني عالم سیدتقي علوي نومېږي او د دایکندي ولسوالي د سنګ‌تخت او بندر ولسوالي اصلي اوسېدونکی دی.

بامیان کې د یوې نجلۍ دوه مئینان؛ لومړي د دویم هغه ستونی پرې کړی

د بامیان محلي مسوولان تاییدوي چې د دغه ولایت د یکاولنګ ولسوالي په مرکز کې یو ۱۷ کلن ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی.
د یکاولنګ ولسوال عظیم فرید وایي، د پېښې په تړاو یې ۴ کسان نیولي دي. د نوموړي په خبره، د بامیان د جنایي جرمونو پر وړاندې پولیسو د یادې پېښې د انګېزې او څرنګوالي په اړه څېړنې پیل کړې دي. هغه زیاتوي، وژل شوی کس د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالي اوسېدونکی دی.

تخار کې يوه پېغله نجلۍ ووژل شوه

تخار امنيتي مسوولان وايي، د ياد ولايت مرکز تالقانو ښار کې ناپېژاندو وسله‌والو يوه پېغله نجلۍ وژلې ده.

 د تخار ولايت د امنيې قومندانۍ وياند خلیل اسیر سلام‌وطندار ته وايي، دغه نجلۍ د ورسج ولسوالۍ «ترشت» کلي کې اوسېده، رومینا نومېده او د حبیب‌الله لور وه.