امریکا کې دوه افغانان د جنسي تیري او کورني تاوتریخوالي په جرم تورن پېژندل شوي

د امریکا د مډیسیون فدرال محکمې دوه افغان کډوال چې یو یې پر یوې کوچنۍ نجلۍ د جنسي تیري او بل یې له خپلې مېرمنې سره د تاوتریخوالي په تور، تورن پېژندلي دي. دغه دوه تورن افغان کډ‌وال د امریکا ویسکانسین ایالت په فورټ مک‌کوی سیمه کې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

پر نشه‌یي توکو د خسرګنۍ اخته کېدو ناوې کار کولو ته اړ کړې

مریم په غور کې د هغې ۷کسیزې کورنۍ د ناوې مستعار نوم دی چې د کورنۍ ۵غړي یې پر نشه‌یي توکو اخته دي. هغه وایي، ۹کاله کېږي چې خاوند، خواښې، ندرور او دوه لېورونه‌ یې پر نشه‌يي توکو روږدي دي.
مریم د خپل او خاوند د ژوند د اړتیا برابرولو لپاره د غور په مرکز فیروزکوه ښار کې د خیاطۍ کوچنۍ هټۍ جوړه کړې او ښځینه جامې ګنډي.

بغلان؛ هغه مېرمن چې ۱۵ کلونو راهيسې د خاوند له لوري وهل ټکول کېږي

ګلدسته هغه مېرمن چې د بغلان له لرې پرتې ګذرګاه نور ولسوالۍ نه د ياد ولايت مرکز پلخمري ښار ته راغلې، ترڅو ستونزې ته يې رسېدنه وشي.

ګلدسته وايي، له ډېرو کلونو را په دې خوا د خپل خاوند له لوري شکنجه او وهل ټکول کېږي؛ خو دا چې خاوند يې د گذرگاه نور ولسوالۍ د ملي امنيت کارکوونکی دی، امنيتي بسنټونه يې د نيولو توان نه‌لري.

بلخ کې طالبانو یوه مېرمن دولت سره د همکارۍ په تور وژلې

د بلخ د زارع ولسوال سیف‌الرحمان رحماني وايي، طالبانو دغه مېرمن چې د دغې ولسوالۍ مرکز کې یې امنیې قومندانۍ ته نږدې ژوند کاوه، تېره شپه دولت سره د همکارۍ په تور لومړی له کور څخه تر خپل کنټرول لاندې سیمې ته بیولې او وروسته یې وژلې ده.

د بامیاني سړي لیک چې د خپلې مېرمنې سر یې پرې کړی و

باميانو کې هغه سړي چې دوه ورځې وړاندې يې د خپلې مېرمنې سر پرې کړی و، امنيې قومندان او ولسوال ته په يوه ليک کې ليکلي چې: « ولسوال صاحب او امنیې قومندان ته په درناوي، زموږ دښمني شخصي دښمني ده، تاسو په‌کې دخالت مه کوئ او مهرباني وکړئ زما د نیولو هڅه هم مه کوئ.»