یعقوب مجاهد: د اسلامي ارزښتونو خلاف د چا فرمایشونه نشو منلی

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد ویلي چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو پر خلاف د چا فرمایشونه نشي منلی او نه به هم ورته غاړه کېږدي. نوموړي پرته له دې چې د کومې ډلې یا هېواد نوم واخلي، وویل چې ځینې کړۍ غواړي د قوم، ژبې او سمت په نوم د افغانانو ترمنځ بېلتون رامنځته کړي او خپلو موخو ته ځان ورسوي.

یعقوب مجاهد: د پاکستان د هوايي بریدونو زغمل د ملي مسایلو لپاره و

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد نن د اسلامي امارت د بنسټ‌اېښودونکي ملا محمد‌عمر مجاهد د مړینې نهم تلین په تړاو جوړې شوې غونډه کې وايي چې ملا محمدعمر د افغانستان ټول قومونه تر یوه چتر لاندې راټول کړل او افغانستان یې له یوې پلان شوې تجزیې څخه وژغوره.

مجاهد: د نجونو ښوونځي به راتلونکی لمریز کال پرانېستل شي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې پوهنې وزارت هڅه کوي، څو په نوي لمریز کال کې د نجونو ټول تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیزي. نوموړي له اسوشیټډپرېس خبري اژانس سره په یوې مرکه کې ټينګار کړی چې اسلامي امارت هیله‌مند دی، څو په نوي ښوونیز کال کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.

طالبان: امریکا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی

طالبانو ویلي چې امریکا د نړیوالو ژمنو خلاف د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د دغو سرغړونو مخه باید ونیول شي. د طالبانو له لوري په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې ټول حکومتونه له هغې ډلې طالبان د نړیوالو حقونو او قوانینو پر بنسټ، د خپل هوايي او ځمکيني حریم مالکان دي، خو امریکا د دوحې هوکړې خلاف په خپلو بې‌پيلوټه الوتکو سره د افغانستان هوايي حریم نقض کړی دی.