بادغیس کې بندیان ورځني لګښتونه خپله پرې کوي
محمود د بادغیس له بندخونې د هغه خوشې شوي بندي مستعار نوم دی چې تازه له دې بندخونې څخه خوشې شوی دی. طالبانو هغه د بادغیس پر مرکز قلعهنو ښار تر ولکې وروسته د غلا په تور نیولی او بیا یې بندخونې ته اچولی و.
محمود وايي، څومره موده چې په یاده بندخونه کې و، د خوړو نه موجودیت له کبله یې کورنۍ اړه وه چې هره ورځ ورته د ۱۲۰ تر ۱۵۰ افغانیو خواړه برابر کړي.