طالبانو له ۴۸ ساعتونو راهیسې په درې ولایتونو کې پنځه ولسوالۍ نیولي

هغه اطلاعات چې له فاریاب، غزني او بادغیس ولایتونو څخه سلام‌وطندار ته رسېدلي، ښيي چې په دغو ولایتونو کې پنځه ولسوالۍ د مرستو له نه رسېدو له کبله یو پر بل پسې طالبانو نیولې دي.

د فاریاب دولت‌اباد او قیصار، د غزني آب‌ بند او جغتو او د بادغیس جوند هغه ولسوالۍ دي چې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

سرچینې: له پرون ماښام راهیسې په څلورو ولایتونو کې پنځه ولسوالۍ طالبانو نیولي

په تېرو ۲۴ساعتونو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د یوشمېر ولسوالیو او امنیتي پوستو د سقوط خبرونه ورکړل شوي دي.
یوې حکومتي سرچینې د نوم او غږ نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي، تېره شپه د ختیځ نورستان له دواب ولسوالي څخه امنیتي سرتېرو شاتګ کړی چې له امله یې یاده ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

طالبانو د نورستان دواب او منډول ولسوالۍ نیولي

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي، بېګاه شپه د نورستان ولایت له دوو ولسوالیو، دواب او منډول څخه امنیتي
سرتېري وتلي او دغه دواړه ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو نیولي دي. د سرچینې په وینا، دغه دواړه ولسوالۍ له څه مودې راهیسې د وسله‌والو طالبانو تر سختې کلابندۍ لاندې وې چې بېګاه شپه د وسله‌والو طالبانو له لوري نیول شوي دي.

د غور ډېری روغتیايي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي

د غور دولتیار، چهارسده، پسابند، دولینه، ساغر، تولک او تیوره هغه ولسوالۍ دي چې له دوو میاشتو ډېرې مودې راهیسې د درملو له کمښت سره مخ دي.
د دغو ولسوالیو اوسېدونکي او مسوولان وايي چې د درملو کمښت د خلکو او ناروغانو لپاره ستونزې جوړې کړې دي.