امریکا کې چارواکي وايي چې دغه هېواد کې د سختو توپانونو او اورښتونو له امله لږترلږه ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د چارواکو په وینا، یاد کسان په میسوري او کېنټاکي ایالتونو کې مړه شوي دي. ترڅنګ یې، په توپان کې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.
په ورته مهال د کنټاکي ایالت والي انډي بیشیر پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د جمعې شپې توپانونو کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۷ نور کسان بیا په میسوري ایالت کې وژل شوي او چارواکو تر کورونو لاندې د احتمالي ایسارو کسانو د ژغورنې عملیات پیل کړي دي.
همداراز په میسوري ایالت کې د یاد توپان له امله د ۵۰۰۰ کورونو د ویجاړېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
د امریکا په نورو ایالتونو کې هم دغه توپان ګڼ مالي زیانونه اړولي او خلکو ته یې، د خدمتونو رسول هم زیانمن کړي دي.
چارواکي وايي، دا توپانونه د هغه سخت موسمي سېسټم یوه برخه ده چې په ویسکانسن کې یې هم توپاني څپې رامنځته کړي او د لویو جهيلونو په سیمه کې یې زرګونه خلک له برښنا څخه بېبرخې او ټېګزاس ته یې د تودوخې څپه راوړې ده.