Asset 1SWN

سلام وطندار

هواوې روان کال خپلو عوایدو کې د نهه سلنې زیاتوالي اټکل کړی

gettyimages-1005669964

د چین د هواوې ټکنالوژي شرکت مسوولان وايي، تمه لري چې ۲۰۲۳ کال کې به یې ۷۰۰ میلیارډه یووان «۹۸.۵ میلیارډ ډالره» ګټه کړې وي.

رویترز خبري اژانس «شنبه، ډسمبر ۳۰مه» راپور ورکړی چې د یاد شرکت دغه عواید ۲۰۲۲ کال کې ۶۴۲.۳ میلیارډه یووان وو چې د سږکال عوایدو ته په کتو نهه سلنه ډېروالی ښيي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هواوې دغه اټکل د دې ښکارندوینه کوي چې د امریکا له‌خوا په ۲۰۱۹ کال کې پر دې شرکت بندیزونو چې د هواوې سوداګري یې ګډوډه کړې وه، بېرته خپل عادي حالت ته پر راګرځېدو ده.

د هواوې د څار مشر کېن‌هو د نوي کال په پیغام کې له خپلو شریکانو د مننې ترڅنګ ویلي: «غواړم د هواوې له ټولو غړیو د دې مبارزې لپاره مننه وکړم چې هېڅ‌کله تسلیم نه‌شول او زموږ ترڅنګ ودرېدل.»

 هو همداراز په دې پیغام کې زیاته کړې چې «له کلونو سخت کار وروسته پر دې بریالي شو چې له توپان تېر او اوس خپلو موخو ته راګرځېدلې یوو.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هو وویل چې روان ۲۰۲۳ کال کې یې د تمو خلاف یې د یاد شرکت تولید شوي ځیرک ټیلیفونونه خرڅ کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام