Asset 1SWN

سلام وطندار

پروان کې د «چیچک» ناروغۍ خپرېدو بڼوال اندېښمن کړي

The-outbreak-of-smallpox-in-Parwan-has-worried-gardeners-r87pvx3bvtg4g6e3nmlzo355l4j9ru7d9ij8oo4d54

«چیچک» یوه ویروسي یا بکتریايي ناروغي ده چې په لوړ رطوبت او د غیر موسمي بارانونو له امله په باغونو کې په چټکۍ سره خپریږي.

د پروان یوشمېر باغ‌لرونکي د دې نباتي ناروغۍ لخ زیاتوالي شکایت کوي او وایي، د چیچک افت د مڼو، زردالو، ناک او شفتالو ونو خرابې کړي او محصولاتو ته یې د پام وړ زیان رسولی.

د دوی په وینا، د درملو او پوهاوي نشتوالی، د دې ناروغۍ د چټک خپرېدو لپاره زمینه برابره کړې او اقتصادي زیانونه یې اړولي دي.

د پروان د بگرام ولسوالي یو تن بڼوال میرحمزه له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، دغې نباتي ناروغۍ مېوه‌لرونکي باغونه سخت زیانمن کړي او د خرڅلاو بازار یې هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

«د ونو چیچک ناروغي له ویروسي او باکتریايي ناروغیو څخه ده چې د تورم رامنځ ته کېدو لامل کیږي او د ونو په تنې، پاڼو او میوو کې راڅرګندیږي. د مڼو، شفتالو او زردالو په څېر ونې د دغې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي، کله چې میوه دغه ناروغي وکړي، له پلور پاتې کیږي، د بازار رنګ له لاسه ورکوي چې بیا دهقان ته لویه اقتصادي ضربه رسیږي، دولت دې برخه کې چې کوم مهم کار کولی شي، دا دی چې د دوا بازار کنټرول کړي.»

اخوا د پروان دوه با‌غ‌لرونکي فردین نبرد او امرالله محمدي هم د دې ناروغۍ له امله د حاصلاتو د کیفیت او قېمت په اړه اندېښمن دي.

دوی غوښتنه کوي چې له یادې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره بڼوالانو ته په بېړني ډول معلومات ورکړل شي او د مېخانیکي مبارزې لارې چارې ور وښودل شي.

«چیچک په نباتاتو کې پیدا کیږي، له ظاهري اړخه میوه خرابیږي او داغونه پیدا کوي، بیا بازار کې پېرېدونکي نه لري او دا لامل کیږي چې محصولات ونه پلورل شي.»

«د کرنې سکتور مسوولیت لري چې د بڼوالو مسلکي پوهې لوړولو لپاره ښوونیز پروګرامونه جوړ کړي، د څانګو غوڅول یوه هغه لار ده چې مونږ کولی شو کنټرول یې کړو، او د قارچي ناروغیو پر وړاندې خپل باغونه او میوې خوندي کړو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له دې سره هم‌مهاله، د پروان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي نیازمحمد تایب وايي، له نباتي ناروغیو سره د مبارزې لپاره یې بزګرانو ته د پوهاوي کچې لوړولو په موخه بیلابیل پروګرامونه پیل کړي.

«په مجموع کې د پروان په باغونو کې دوه ډوله چیچک ناروغي شتون لري، چې سخت او نرم چیچک ورته ویلی شو. هغو بڼوالو ته مو چې باغونه یې چیچک ناروغي وهي، د پوهاوي ورکولو منظم پروګرامونه وړاندې کړي دي. د پروان ولایت په سطحه مو کروندګرو او بڼوالو ته له نباتي ناروغیو سره د مبارزې او کنټرول په برخه کې ۵۰۰ لیټره درمل چې د حشرو ضد دي، وېشلي دي.»

له دې ټولو سره د کرنې پوهنځي استاد او کرنیزو چارو متخصص سید احمد ملک‌زاد سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، چیچک یو ډول بکټریايي او ویروسي ناروغي ده چې په ځانګړو اقلیمي شرایطو لکه لوړ رطوبت، غیر موسمي بارانونو او د تخنیکي پاملرنې نشتوالي په پایله کې په باغونو کې په چټکۍ سره خپریږي.

سره له دې چې ځايي چارواکي، له چیچک ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د خپلو هڅو یادونه کوي، خو د یادې ناروغۍ چټک خپریدو ته په پام، ترسره کېدونکې هڅې ډېرې اغېزناکې نه‌دي.

څېړونکي غوښتنه کوي چې د چیچک ناروغۍ مخنیوي لپاره اړتیا ده چې زیانمنو سیمو ته ګرځنده ټیم واستول شي، عامه پوهاي کچه لوړه شي، هراړخیز او جدي نظارت وشي او د کېمیاوي درملو ورکړې ته جدي توجه وشي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام