د ننګرهار محلي مسوولان وایي چې د دې ولایت په خوږیاڼیو، پچیراګام او سپینغر ولسوالیو کې د کورونو د چتونو لوېدو له امله ۱۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده چې شپږ کسان شهیدان او اووه نور ژوبل دي.
د ننګرهار ولایت مقام ویاند قاري احسانالله عثماني سلاموطندار ته وویل چې د خوږیاڼیو ولسوالي اړوند د احمدخېلو په سیمه کې د یوې کوټې چت لویدلی چې له امله یې درې ماشومان شهیدان شوي او یوه ماشومه ټپي شوې ده.
همدارنګه د پچیراګام ولسوالي د موسیخېلو په سیمه کې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د یو کور چت غورځېدلی چې له امله یې درې ماشومان شهیدان شوي او درې نور ټپیان شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د عثماني د معلوماتو له مخې، تېره ورځ د سپین غر ولسوالي په کهي سیمه کې هم د یوه کور چت لویدلی چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي چې د ټولو پیښو ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي.
له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې درانه اورښتونه شوي او لاهم روان دي چې له کبله یې، سېلابونه راوتلي او راتلونکو ورځو کې هم د اورښتونو اټکل شوی دی.