Asset 1SWN

بلخ؛ د طالبانو توغول شوې هاوان مرمۍ کې د يوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي

Balkh-City-oxkftllz21pu9u4n65x0koziagrwyk3ep9xyfmmh04

د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې پر يوه هستوګنيز کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي دي. دغه پېښه تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په «حلقه‌جر» سيمه کې شوې ده.

د شولګرې ولسوال سراج الدین عابد سلام وطندار ته وايي، هاوان د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړې پرمهال توغول شوی خو دا نه څرګنده چې د چا له خوا توغول شوی.

د نوموړي په وينا، په وژل شویو کې درې ښځې او درې نارینه شامل دي.

خو د بلخ د امنيې قومندانۍ وياند عادل‌شاه عادل وايي، د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې د طالبانو له لوري توغول شوې د هاوان مرمۍ د هستوګنې پر يوه کور لګېدلې ده.

عادل هم وايي چې په دې پېښه کې ۶ کسان وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام