Asset 1SWN

اماراتو ته د سراج‌الدین حقاني سفر؛ شنونکي: ګټور دی

nul04czx1k81mzppn

د ا.ا د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني د ملګرو ملتونو له لوري د سفر له بندیز سره سره په خپل لومړني بهرني سفر کې متحده عربي اماراتو ته تللی دی.

له نوموړي سره په دغه سفر کې د ا.ا د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د هغه ورور انس حقاني هم ملګرتیا کوي. د یاد سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو ښه‌والی بلل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه پلاوي د خپل سفر پر مهال د متحده عربي اماراتو له امیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره لیدلي او د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو پر پراختیا یې خبرې اترې کړې دي.

ا.ا د دغه سفر موخه د دوه‌اړخیزو اړیکو، په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې پراخوالی ښودلی دی. یوشمېر کارپوهان هم د افغانستان د سرپرست حکومت د چارواکو د دغه ډول سفرونو پایلو ته خوشبینه دي.

د سیاسي چارو شنونکی محمدزلمی افغانیار پوپل سلام‌وطندار ته ویلي: «هیله‌مند یم چې دغه سفرونه د هېواد په ملي ګټو را وڅرخېږي او هېوادونو هم دا درک کړې وي چې له اقتصادي او سیاسي اړخه باثباته افغانستان د نړۍ په هوساینه کې رول لوبوي.»

که څه هم ا.ا متحده عربي اماراتو ته د دغه پلاوي د سفر موخه یوازې په اقتصادي مسایلو پورې محدوده کړې، خو یوشمېر کارپوهان باور لري چې ښايي په دغه سفر کې پر ځینو سیاسي مسایلو هم خبرې وشي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سیاسي چارو یو بل کارپوه عزیز معارج وايي، د دوحې د راتلونکې غونډې لپاره د اسانتیاوو برابرول او له ا.ا څخه په دا ډول غونډو کې د هېوادونو ملاتړ او خوښي ترلاسه کول هغه څه دي چې ښايي دغه پلاوی یې په اجندا کې ولري.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو د ا.ا پر یوشمېر چارواکو د سفر بندیز لګولی، خو یوشمېر چارواکو په تېرو نږدې درېوو کلونو کې ځینو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام