Asset 1SWN

سراج.الدین حقا.ني: له نړۍ سره هر ډول تعامل به د اسلامي اصولو پر بنسټ وي

Haqqani-in-Khost-qxa8qwqrjz68i7yxclbd4fmsjwkvkiv4024ag6o4nc

د ا.ا سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې له هېوادونو سره د اړیکو ټینګښت او پراختیا ته ژمن دي. ارګ پر خپل اېکس لیکلي چې دا موضوع پرون (د لړم ۲۸مه، د دوشنبې ورځ) د ریاست‌الوزرا د سیاسي مرستیال په مشري د ا.ا د سیاسي کمېسیون په ناسته کې شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: «د اجندا له مخې، پر ځینو نورو مهمو موضوعاتو، په ځانګړې توګه سیاسي او اقتصادي پرمختګونو، د ژمي په رارسېدو سره د نړیوالو مرستو انسجام او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې برخه کې د لاسته‌راوړنو په اړه خبرې‌اترې وشوې.»

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج.الدین حقا.ني په خوست کې یوې غونډې ته ویلي چې له نړۍ سره هر ډول تعامل به یې د اسلامي اصولو په رڼا کې وي. هغه زیاته کړې: «موږ د خپلو اصولو پر بنسټ، له نړۍ سره اړیکې غواړو؛ څرنګه چې نور هېوادونه یو له بل سره اړیکې لري؛ ځکه چې د سوداګرۍ او اقتصاد لپاره تعامل ته اړتیا ده او له دغه ډول مشروع تعامل سره په نظام کې هېڅوک مخالف نه‌دي.»

بله‌خوا یوشمېر کارپوهان وايي چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ ځینې مجبوریتونه شته او له کبله یې ا.ا له هېوادونو سره تعامل ته اړ کېږي. د نړیوالو اړیکو کارپوهان ولي فروزان و نورالرحمان ثاقب وايي:

«د افغانستان اړیکې له هېوادونو سره د ځینو اړتیاوو له مخې دي چې همدې ته تعامل وايي او روان دی. لوېدیځ هېوادونه نه غواړي چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي نظام په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي.»

«فکر کوم له یوه هېواد سره د بل هېواد اړیکې هغه مهال ټینګېږي چې رسمي اړیکې موجودې وي؛ وروسته بیا د کورني او بهرني سیاست له مخې پخې اړیکې جوړېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د نړیوالو اړیکو شنونکی اجمل زرمتی بیا ټینګار کوي چې ا.ا باید له انزوا څخه د افغانستان د وتلو لپاره له نړۍ سره د اړیکو پراختیا ته لاره هواره کړي.

سره له دې چې ا.ا تراوسه د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی، خو هېوادونه بیا د خپلو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ګټو لپاره تل له افغاستان سره پر تعامل ټینګار کړی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام