د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره سیګار وايي چې ښايي افغانستان سره د نړیوالو بشردوستانه مرستې کمې شي.
سیګار افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا د بشردوستانه مرستو څرنګوالی ارزولی او په یوه راپور کې ویلي چې د دې احتمال شته چې دغه هېواد سره د نړیوالو مرستو کچه کې کموالی راشي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سیګار په دې خپور شوي راپور کې ویلي، سره له دې چې ملګروملتونو افغانستان سره د بشري مرستو دوام په اړه ډاډ ورکړی، خو دغه هېواد سره د مرستو کمېدو احتمال هم شتون لري.
د دغه راپور په یوې برخه کې راغلي: «که څه هم ملګروملتونو تمه ښوولې چې افغانستان سره به د مرستو استولو ته دوام ورکړي، خو ګڼ دلایل شته چې لامل کېږي، راتلونکې کې افغانستان سره د مرستو کچه کمه کړي. لومړی دا چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مالي مرستې د کمېدو په حال کې دي.»
د سیګار راپور کې د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، تېرو څه باندې دوو کلونو کې افغانستان ته یوازې ۲.۹ میلیارد ډالره نغدې مرستې استول شوي چې له ډلې یې ۲.۶ میلیارد ډالره د ملګروملتونو سازمان اړوند مرسته رسوونکو بنسټونو ته ورکړل شوي او مصرف شوي دي.
سیګار زیات کړې چې د ملګروملتونو نغدي مرستو د ا.ا تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک شتمني ته هم ګټه رسولې، کوم څه چې په اړه یې د افغانستان بانک مسوولانو د دغه راپور د لیکلو تر وخته د سلاموطندار د خبریال پوښتنې ته ځواب ورنهکړ.
د افغانانو د اقتصادي وضعیت ښهوالي لپاره د بشردوستانه مرستو وړاندې کولو ترڅنګ، د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت نړیوالو څخه د لا ډېرو مرستو تمه لري.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سلاموطندار ته وویل: «که ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د افغانستان اقتصادي لومړیتوبونو پر بنسټ، پر هغو پروګرامونو کار وکړي چې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل شي، تمرکز وکړي، په تدریجي توګه به د افغانانو اقتصادي وضعیت ښهوالي کې مرسته وکړي.
د اقتصادي مسایلو کارپوه عبدالنصیر ریښتیا د بېوزلۍ په دلیل انساني ناورین سره د مقابلې لپاره افغانستان کې د نړیوالو د بشردوستانه مرستو د وړاندې کولو لارو چارو پر ارزولو ټینګار کوي.
نوموړي وویل: «په یوه ډول دغه بشردوستانه مرستې کولای شي، خپلې اغېزې ولري چې هم به فیزیکي پیسې بازار ته وړاندې شي او دا چې په دې پیسو به د افغانستان کورني تولیدات وپلورل شي. له دې پرته به له دې وضعیت هېوادونه ګټه واخلي چې له هغه ځایه به پلورل کېږي او افغانستان ته به رالېږدول کېږي.»
افغانستان کې د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام د وروستي راپور پر بنسټ، دامهال افغانستان کې له لسو څخه اووه کسان یې نهشي کولای د ناوړه اقتصادي وضعیت په دلیل د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاووې برابرې کړي.