Asset 1SWN

د روسیې او اوکراین دویم پړاو خبرې نن ترسره کیږي

روسیه اوکراین دویم پړاو خبرې

د راپورونو پر اساس، د روسیې او اوکراین پلاوي به نن (دوشنبه، جوزا ۱۲) د ترکیې هېواد استانبول ښار کې د مخامخ خبرو دویم پړاو پیل کړي.

روسیي رسنیو ویلي چې د دغه هېواد پلاوي اوکراین سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون لپاره استانبول ته حرکت کړی.

د روسیې او اوکراین ترمنځ دویم پړاو خبرو کې د روسي پلاوي مشر د ولسمشر ولادیمیر پوتین سلاکار ولادیمیر میډینسکي کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم ویلي چې د پلاوي مشري به یې د دفاع وزیر رستم عمروف په غاړه ولري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دواړه پلاوي داسې مهال سره ویني چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پایته رسولو لپاره ډېر اختلاف شته او په تېرو لږ تر لږه ۴۸ ساعتونو کې جګړه یو ځل بیا پراخه شوې.

د مې په ۱۶مه د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو لومړي پړاو کې زیات شمېر بندیان خوشې شول، خو د اوربند یا د جګړې د پایته رسولو څرک پکې و نه لیدل شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام