Asset 1SWN

د ښځو د مالکیت په اړه د سلام‌وطندار نظرپوښتنه؛ ۹۰ سلنه ښځو ویلي چې هېڅ شتمني نه لري

afghan-women-1-qoti97wj8v8yud002lp81l1q766mxzlzrzfxwgpx1k

د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سلام‌وطندار نظرپوښتنه چې ۳۷۰ ښځو په‌‌کې برخه اخیستې، ښيي چې په افغانستان کې ښځې د مالکیت حق نه لري. په دې سروې کې د ګډونوالو نږدې ۹۰ سلنه ښځو ویلي چې هېڅ پانګه نه لري او یوازې ۵،۱ سلنه هغو ویلي چې جایداد لري. دغه راز ۷۳ سلنه ښځو ویلي چې پر خپلو شتمنیو بشپړ کنټرول نه لري.

بله‌خوا د سروې ۶۴.۶ سلنه ګډونوالو مېرمنو ویلي چې د اقتصادي کمزورتیا له امله د مالکیت ترلاسه کولو وسه نه لري او ۱۳.۱ سلنه نورو ویلي چې د دود له مخې یې خپل ملکیت د کورنۍ نارینه‌وو ته ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

همدارنګه، ۷۳،۵ سلنه ښځو ویلي چې دوی ته د میراث حق نه‌دی ورکړل شوی چې له دې ډلې ۶۷،۹ سلنه یې د دې حق د نه غوښتلو له امله او پاتې ۳۲،۱ سلنه یې د کورنیو له‌خوا له دغه حق څخه بې‌برخې شوې دي.

د دې تر څنګ، د مهر حق په اړه ۵۶،۵ سلنه مېرمنې غواړي چې خپل مهر ترلاسه کړي، خو ۴۳،۵ سلنه نورې یې بیا هېڅ نه غواړي یا یې غوښتلو ته زړه نه ښه کوي.

د دوی له ډلې ۷۳،۷ سلنه یې لېواله دي که یې خاوند مهر ورته وسپاري، ترې وایې خلي، خو ۲۶،۳ سلنه ګډونوالو بیا ویلي چې تر قانوني او حقوقي بریده پورې د مهر غوښتنه کوي.

دغه راز، ۵۶،۵ سلنه ښځې چې مهر نه غواړي وايي، د ګډ ژوند د دوام لپاره مهر نه غواړي.

د دې سروې پایلې ښيي چې په افغانستان کې ښځې له سختو اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو ننګونو سره مخامخ دي او د خپلو ملکیتونو د حقونو ښه‌والي لپاره د بشري حقونو د بنسټونو پوره پاملرنې ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د ټولنيزو چارو یوشمېر کارپوهان د ملکيت حق د ټولنې د هر غړي یوه اړتيا بولي او وايي، دغه حق بايد د ښځې او نارینه ترمنځ له هر ډول توپیري چلن پرته ورکړل شي.

د ټولنیزو چارو کارپوه راشد صدیقي په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «د مالکیت حق په هره ټولنه کې خپل تعریف لري. د مالکیت حق هغه حق دی چې د یوه کس اړوند وي او هېڅوک په‌کې د لاسوهنې حق نه لري. د افغانستان غوندې هېوادونو کې چې خلک یې لازم سواد نه لري، ښځو ته د مالکیت حق نه ورکول کېږي.»

د ښځو حقونو یوشمېر فعالانې هم وايي چې افغانستان کې ډېری ښځې د مالکيت له حق څخه بې‌برخې دي. د دوی په وینا، که دغه ښځې خپل حقونه وغواړي، د کورنيو له لوري له تاوتریخوالي سره مخامخېږي.

د ښځو حقونو فعاله کریمه حکیمي وایي: «د مالکیت حق د هر انسان حق دی، خو په افغانستان کې هېڅ مېرمن دغه حق نه‌شي ترلاسه کولای. په سلو کسانو کې که دوو اخیستی وي، په ټوله کې خپلې خور او لور ته هېڅ د مالکیت حق نه ورکوي. که خور، لور یا مېرمن د مالکیت حق وغواړي، ترټل کېږي.»

په همدې حال کې د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد سلام‌وطندار ته ویلي چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې یې د ښځو حقونو په برخه کې ۲۶ زره او ۴۴۹ دوسیې چې د ښځو د میراث، د ښځو د ملکیتونو او د هغو حقوقي قضيې هم په‌کې شاملې وې، څېړلې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ورته وخت کې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند عبدالغفار فاروقي وايي، په دغه وزارت کې د ښځو د ملکیت او د میراث حقونو په تړاو ۷۶۴۵ قضيې ثبت شوي چې شاوخوا ۷۴۰۰ یې د ښځو د میراث په اړه دي او دا دوسیې د بیاکتنې لپاره له اړوندو ادارو سره شریکې شوې دي.

افغان مېرمنې داسې مهال له خپل ملکیت حق څخه د بې‌برخې‌والي خبره کوي چې د سلام‌وطندار له‌خوا د خپاره شوي راپور له مخې، د ښځو د غوراوي حق په ډېرو مواردو کې د کورنۍ او ټولنې له‌خوا ترې اخیستل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام