پېښور کې رسنيو ويلي، د ياد ښار په سپین جومات او دیني مدرسه کې دغې چاودنې ۷ کسان وژلي او ۱۰۰ ډېر يې ټپيان کړي دي.
د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د پښتونخوا مرکز پېښور کې امنیتي چارواکي وايي، چاودنه سهار مهال داسې وخت کې شوې چې زدهکوونکي د مدرسې لوی تالار کې په درس بوخت وو.
د پېښور ښار د یوه امنیتي چارواکي وقار عظیم په خبره، باروت یا چاودېدونکي توکي په یوه بکس کې مدرسې ته وړل شوي دي.
تر اوسه پورې هېڅ يوې وسلهوالې ډلې د بريد مسووليت نه دی منلی.