Asset 1SWN

سلام وطندار

هرات کې د برښنا پرچاوۍ د زیاتوالي په اړه د خلکو شکایت

سسس

د هرات یوشمېر اوسېدونکي د هوا له سړېدو سره هم‌مهاله په دغه ولایت کې د برښنا پرچاوۍ د زیاتېدو په اړه شکایت کوي. د هرات ښار د بکراباد سيمې اوسېدونکې سيما سلام‌وطندار ته ویلي چې په وروستيو ورځو کې یوه شپه او ورځ کې یوازې له درېوو تر څلورو ساعتونو پورې برښنا لري.

هغه زیاتوي: «په یوه شپه او ورځ کې له بده مرغه دوه یا درې ساعته برښنا لرو او کله خو یې په ۴۸ ساعتونو کې هم نه‌لرو. که کله را هم شي، درې یا څلور ساعته وي، خو هغه هم د ورځې او ماسختن نه، بلکې ډېر کله د شپې درې بجې او د سهار له اوو بجو پورې وي.»

د هرات يو بل اوسېدونکى محمدعلي هم په دغه ولایت کې د برښنا پرچاوۍ زیاتېدو څخه شکایت کوي او له برښنا شرکت نه غواړي چې د اړتیا وړ برښنا ورته برابره کړي.

د هرات اوسېدونکي زیاتوي چې په وروستيو ورځو کې د برښنا پرچاوۍ له امله خپل کورونه نه‌شي ګرمولی او په وینا یې، په دغه ولایت کې د سون‌توکو بیې هم لوړې شوې دي. د دوی په وینا، اوس د خلکو د ژوند ټولې چارې له برښنا سره تړلي او د برښنا په پرچاوي سره یې هر څه په ټپه ولاړ وي.

د هرات اوسېدونکې مینا وايي: «شتمن ښه دي، جنراتورونه لري؛ هغه لګوي، اوبه او برښنا یې وي. موږ نه اوبه لرو، نه برښنا. ماشومان مې ناروغېږي؛ ژوند مو له سختیو سره مل دی.»

د هرات د برښنا ډېره برخه د ایران او ترکمنستان له وارداتي برښنا څخه تمویلېږي چې وخت ناوخت د تخنیکي ستونزو او یا نورو لاملونو له امله پرې شي او د هرات اوسیدونکي بیا له ستونزو سره مخ کوي. په وروستۍ پېښه کې د یک‌شنبې په ورځ له ایران څخه هرات ته د وارداتي برښنا مزي پرې شول او څو ساعته بیا هماغسې پرې پاتې وو.

په همدې حال کې د هرات د برښنا امریت مسوولان وايي، اوس په دغه ولایت کې د ایران او ترکمنستان برښنا نښلول شوې ده.

د هرات د برښنا امریت ویاند محمدحنیف ارباب‌زاده وايي: «له ایران څخه هرات ته راغلې وارداتي برښنا بېرته فعاله شوې او هېوادوالو ته په عادي ډول برښنا ورځي. که کله‌ناکله په سیمو کې برښنا پرې کېږي، دا په کورنۍ شبکه کې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله کېږي.»

د افغانستان برښنا شرکت د یک‌شنبې په ورځ وویل چې په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې ډېری وخت برښنا د تخنیکي ستونزو له امله پرې کېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام