د پاکستان د پارلماني ټاکنو له پیل سره، د دغه هېواد په ځینو ایالتونو کې امنیتي پېښو او وسلهوالو بریدونو زور اخیستی چې تراوسه پهکې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوې دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې «پنجشنبه، فبرورۍ اتمه» په یوه راپور کې ویلي چې د ناامنیو په لړ کې تېره ورځ ناوخته د بلوچستان ایالت په دوو سیمو کې جلا جلا چاودنو ۲۸ کسان وژلي او څه باندې ۵۰ نور ټپیان کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په راپور کې ویل شوي چې دواړه چاودنې د بلوچستان په «کلاسیفالله او پښین» کې د ټاکنیزو دفترونو مخې ته رامنځته شوي دي.
د پښین چاودنه کې چې د یوه نوماند ټاکنیز دفتر مخې ته شوی، له امله یې ۱۷ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.
له دې چاودنې څو ساعته وروسته د بلوچستان کلا سیفالله سیمه کې د «جمعیت علمای پاکستان ګوند» ټاکنیز دفتر ته څېرمه شوې چاودنه کې لس کسان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.
له دې بریدونو وروسته د یاد هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو بریدونو له امله یې د مرګژوبلې خبر هم ورکړل شوی دی.
بلخوا د امنیت اړوند اندېښمنو په لړ کې پاکستان په دغه هېواد کې د مخابراتي شبکو او انټرنټي خدمتونه هم محدود شوې دي.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د ټاکنو بهیر له پیل وړاندې د امنیتي ستونزو له امله د دغه هېواد په ځینو سیمو کې انټرنټ او د مخابراتي شبکو خدمتونه د لنډمهال لپاره تړلې دي.
یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «وروستیو ترهګریزو بریدونو چې په پایله کې یې یوشمېر کسان ووژل شول، هېواد کې امنیتي ثبات ننګولی او له همدې امله د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د مبارزې لپاره دا ګامونه اخیستل شوې دي.»
دغه هېواد کې د ځینو ګوندونو چارواکو له دې امله نیوکه کړې او ژر تر ژره یې د انټرنټ او مخابراتي شبکو د بېرته عادي کېدو غوښتنه کړې.
په همدې حال کې د پاکستان لنډمهالي حکومت له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه ټولې غځېدلې لارې هم تړلې دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ټاکنو امنیت لپاره یې دغه ګام پورته کړی دی.
همداراز پاکستان له ایران سره هم پر پوله خپلې ټولې لارې بندې کړې دي. د لارو بندېدو له امله دواړو لوریو ته ګڼشمېر موټر ولاړ دي او ټاکل شوې چې د نن شپې تر ناوخته بنده وي.
پاکستان کې پارلمانې ټاکنې «نن پنجشنبه، فبرورۍ اتمه» پیل شوې چې د ورځې تر پایه به روانې وي.