اسوشیتید پریس اژانس د پنجشنبې په ورځ د پاکستاني چارواکو په خبره راپور ورکړی چې په زرګونه هغه افغان کډوال چې په درېیم هیواد کې د بیا میشتیدنې لپاره یې غوښتنلیکونه ورکړي، که چیرې د روانې اپریل میاشتې تر پایه د کوربه هیوادونو لخوا ځای پر ځای نهشي، نو دوی به په جبري توګه اخراج سره مخ شي.
د راپور پر بنسټ، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چوهدري ویل چې د غوښتنلیک ورکوونکو د بیا میشتیدنې لپاره د اپریل ۳۰ نیټه د احتمالي کوربه هیوادونو سره شریکه شوې ده.
هغه دا هم وویل چې هر بهرنی چې په غیرقانوني ډول په پاکستان کې وي سمدلاسه به واېستل شي او هغه کسان چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اسناد یې ترلاسه کړی وي، لږ تر لږه د جون تر میاشتې پورې به د پاتې کیدو اجازه ولري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
که څه هم د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چوهدري د کوربه هیوادونو یادونه نهده کړې، خو هغه دغه څرګندونې د امریکا د کډوالو د داخلې پروګرامونو له ځنډولو وروسته کړي چې له امله یې له ۲۵۰۰۰ څخه ډیر افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي چې دې وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر د درېدو غوښتنې ډېرې شوې دي.



