پروان او د جوزجان-بلخ پر لویه لاره د ټرافیکي پېښو له کبله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوولس نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان د فیضاباد ولسوالي د امنیې قومندان کفایتالله متوکل سلاموطندار ته ویلي چې پېښه د کرولا ډوله او پلنګکوچ موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، د یادو موټرو د ټکر په پایله کې یو کس مړ او درې ټپیان شوي دي. د ټپیانو روغتیايي وضعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.
بلخوا د راپورونو له مخې، نن د پروان په بګرام ولسوالي کې هم د یوې ټرافیکي پېښې له کبله د ښځو په ګډون اته کسان ټپیان شوي دي.
پېښه د بګرام ولسوالي اړوند قلعهخواجه سیمه کې د سراچې او باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
دا په داسې مهال دی چې له دې څو وړاندې د جوزجان-بلخ پر لویه لاره د یوې ټرافیکي پېښې له امله یوشمېر کسان مړه او ټپیان شوي وو.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې مسوولان یې لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او د لارو خرابوالی په ګوته کوي.