Asset 1SWN

له پاکستانه د کډوالو اېستلو ضرب‌الاجل ته یوه ورځ پاتې ده

کډوال پاکستان

له پاکستان څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لپاره ورکړل شوي ضرب‌الاجل د مارچ ۳۱مې ته یوه ورځ پاتې ده، خو لا هم ځينې افغان کډوال د یاد ضرب‌الاجل د غځېدو غوښتونکي دي.

دوی د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتنه کوي چې هر څه ژر لاس په کار شي او له افغان کډوالو سره مرسته وکړي.

اخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې له دغه هېواده د افغان تابعیت کارت لرونکو کډوالو د ستنولو لپاره ټول چمتووالی ارزول شوی دی.

هغه په یوه ناسته کې ویلي، چې د دغه بهیر د عملي کولو لپاره د فدرالي حکومت له لوري د ایالتونو له حکومتونو سره هر به ډول ممکنه همکاري وشي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د ټاکل شوي مهلت وروستۍ ورځې د مارچ ۳۱مې په رانژدې کېدو سره، د اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستانه په ډله‌ییزه توګه د کډوالو اېستل د نړیوالو اصولو خلاف بللي او له دغه هېواده یې غوښتي چې دغه بهیر ودروي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني سلام‌وطندار ته وویل، له پاکستانه د کډوالو اېستلو بهیر د پیل موده، د اختر ورځو سره برابره ده او پاکستان نه‌باید د اختر خوشحالي د افغان کډوالو لپاره په غم بدله کړي.

پاکستان د مارچ په ۷مه «ACC» کارت لرونکو افغان کډوالو ته سپارښتنه کړې چې د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مه هغه هېواد خوشې کړي، کنه نو په جبري توګه به واېستل شي.

پاکستان د ناقانون کډوالو د بیرته ستنولو پروګرام د ۲۰۲۳ کال اکټوبر میاشت کې پیل کړ.

د ملګروملتونو د وروستیو شمېرو پر اساس، له هغه وخت راهیسې، څه باندې ۸۲۴زره افغانانو پاکستان خوشې کړی چې له دغه شمېر څخه څه باندې ۴۰ زره یې په جبري توګه اېستل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام