Asset 1SWN

نورجلال جلالي له روغتیا نړیوال سازمان څخه د مرستې غوښتنه کړې

Ministry-of-Health-qxa0wx5t995hhlknyp8l3lckyigqdfe18cgbfsrzbc
د ا.ا د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي له روغتیا نړیوال سازمان څخه غوښتي چې د افغانستان له روغتیایي سکټور سره ګډ کار او مرسته ورسره وکړي.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل نن پر اېکس لیکلي چې جلالي دا غوښتنه د روغتیا نړیوال سازمان له سیمه‌ييز مسوول سره د لیدنې پر مهال کړې ده.
د نوموړي په وینا، دواړو لوریو د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د ګوزڼ واکسین عملي کولو او د روغتیا برخه کې د نړیوالو مرستو د را جلبولو په اړه خبرې اترې کړې دي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د روغتیا نړیوال سازمان او د دغه سازمان نورو اړوندو بنسټونو ډاډ ورکړی چې د افغانستان د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا لپاره به خپلې مرستې نه سپموي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام