د کندهار ځايي مسوولان وايي، د روان ۱۴۰۳ لمریز کال له وري میاشتې د کب تر پنځمې نېټې د سپینبولدک له لارې نږدې ۵۴زره او ۹۵۸ افغانان چې ۱۰زره او ۳۵۰ کورنۍ کیږي، هېواد ته راستنې شوي.
د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست د کډوالو د ثبت عمومي مسوول مولوي حبيبالله وویل، د دې ترڅنګ، پاکستان روان کال د سپینبولدک له لارې هغه هېواد څخه ازاد شوي ۱۴۹۷ افغان زندانیان هم د اسلامي امارت اړوندو ادارو ته سپارلي دي.
ورته وخت کې یوشمېر دغه راستنې شوې کورنۍ شکایت کوي چې پاکستان کې د کډوالۍ پرمهال جدي ننګونو سره مخ وې او هېواد ته په راتلو یې هم ستونزې نهدي حل شوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه کورنۍ دوی سره کېدونکې مرستې کافي نهبولي او له مسوولانو د سرپناه، کاري زمینې برابرولو او لا ډېرو نورو مرستو غوښتنه کوي.
شېرمحمد او ذکرالله چې تازه هېواد ته راستانه شوي وایي: «پاکستان کې يې زموږ اولادونه ښوونځيو کې نه پرېښودل، موږ يوازې کوټې کې ژوند کولای شوی. د کاروبار لپاره نورو ښارونو ته نشو تللی، افغانان يې نيول. اړ شوم هېواد ته راشم او دلته هيله ده مرسته راسره وشي.»
«پر موږ افغانانو يې چاپې وهلې، پیسې یې رانه په غيري قانونه توګه اخستې او زنداني کولو یې، هلته ژوند زيات سخت وو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د مسوولانو په وینا، د راستنېدونکو افغانانو لپاره دغه ولایت کې د یو ښارګوټي جوړولو چارې روانې دي او هغوی سره د اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو له لوري د نقدي او بشري مرستو لړۍ هم روانه ده.



