Asset 1SWN

د ناټو سرمنشي: افغانستان کې د ناټو حضور شرایطو پورې تړلی دی

4181f1a0-9bd3-4531-93f2-a43dfb50e76c-ox8t44b9wj9c5x77pki2jfmxgc1ijdf6yh3afo82ac

 

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي چې دغه سازمان په افغانستان کې د خپل پراخ ماموریت ترسره کولو لپاره ۱۲زره سرتېري لري او افغانستان کې د ناټو ځواکونو حضور په شرایطو پورې تړلی دی.

سټولټنبرګ دغه موضوع نن د چهارشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کې ياده کړې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې ټينګار کړی چې طالبانو بايد پر خپلو ژمنو عمل وکړي او تاوتريخوالی کم کړي.

د ناټو سرمنشي ويلي طالبان دې له القاعده او نورو ترهګريزو شبکو سره خپلې اړيکې پرې کړي او په ښه نيت دې د سولې خبرې پر مخ يوسي.

ینس سټولټنبرګ د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د جګړو پای ته رسولو لپاره يو ښه فرصت یاد کړ او ويې ويل چې له دې تاريخي فرصت نه بايد ګټه واخيستل شي.

نوموړي په ډاګه کړه چې د تېرو دوه لسيزو لاسته راوړنې ډېرې قيمته پرېوتې دي او د سولې خبرو کې بايد وساتل شي.

د ناټو سرمنشي زياته کړه چې دوی د سولې پروسې د یوې برخې په توګه په دغه هېواد کې د خپلو ځواکونو حضور تنظیم کړی دی او ترڅو چې دوی ډاډه شوي نه وي پوځیان به یې په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې ناټو ويلي وو تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام