Asset 1SWN

متقي له خواجه عوضوف سره په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار پر پیل غږېدلی

Motaghi-and-ambassador-of-Turkmenistan-in-Kabul-qrnvnql2zenvw9ux2e60u4r044d8up95tvt2q8vz48 (1)

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي چې د ټاپي پروژې عملي کېدل د ا.ا لپاره لومړیتوب لري او په نږدې راتلونکې کې به یې په افغانستان کې عملي چارې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پرون (د زمري څلورمه، د پنج‌شنبې ورځ) پر اېکس لیکلي چې متقي دا خبره په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په لیدنه کې کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې خواجه عوضوف هم د ټاپي پروژې د عملي چارو په برخه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات له متقي سره شریک کړي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په یاده لیدنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پیاوړتیا هم خبرې شوې دي.

بله‌خوا ترکمنستان او پاکستان هوکړه کړې چې د افغانستان په غړیتوب سره به د ټاپي پروژې چارې پر مخ یوسي.

د کانونو او پټرولیم وزارت تر دې مخکې ویلي و چې د ټاپي پروژې د حقوقي ستونزو له حل وروسته به د دې پروژې عملي چارې په افغانستان کې بیاپیل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ټاپي پروژه د افغانستان له لارې له ترکمنستان څخه پاکستان او هند ته ګاز لېږدوي. دا پروژه په ۲۰۱۶ کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند له لوري پرانېستل شوه، خو د ځینو سیمه‌ييزو خنډونو او هېواد کې د سیاسي نظام د بدلون له کبله یې چارې تر اوسه عملي شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام