Asset 1SWN

متقي: هېوادونه دې د ګډو ګټو پر بنسټ له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي

امیرخان-متقی-در-پنجاهمین-نشست-وزیران-امور-خارجه_ی-سازمان-همکاری-اسلامی-qtf15yd9ahyodhnvndcip0vljosau224z1i3skor60

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د جمعې په ورځ په کامرون کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵۰مه غونډه کې له ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه د دغه سازمان له غړیو هېوادونو وغوښتل چې د ګډو ګټو پر بنسټ دې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې او پرمختیايي اړېکې پراخې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي پر هېوادونو غږ وکړ چې د ا.ا د چارواکو پر سفر د بندیزونو او بانکي محدودیتونو د لرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو لپاره عملي ګامونه واخلي. هغه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ویلي چې بانکي بندیزونو د افغانستان د اقتصادي ودې مخه ډب کړې ده.

په همدې حال کې د سیاسي او اقتصادي چارو شنونکي له اوسني سیاسي او اقتصادي انزوا څخه د افغانستان د وتلو لپاره د ا.ا غوښتنې پرځای بولي او زیاتوي، دا چې ا.ا له یوې خوا له نړۍ او ملګرو ملتونو سره په تقابل کې دی او بله‌خوا د اسلامي همکاریو د سازمان په کار کې خپلواکي او جديت نه لیدل کېږي، نو غوښتنو ته به یې مثبت ځواب ور نه‌‌کړل شي.

د سیاسي چارو شنونکی شفیق‌الله سادات وايي، د اسلامي همکاریو سازمان اوس له دننه څخه پاشل شوی او د نړۍ د سترو ځواکونو تر نفوذ لاندې دی. د هغه په خبره، د اسلامي همکاریو سازمان غونډو تراوسه کومه مثبته پایله نه‌ده لرلې او په نړیوالو راکړوورکړو کې هم کمزوری رول او اغېز لري.

د اقتصادي چارو یو بل شنونکی قیس محمدي وايي، ا.ا باید له لرې او نږدې هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره له هڅو مخکې لومړی د افغانستان د اقتصادي ودې پر وړاندې شته خنډونه په معقولو سیاستونو سره له منځه یوسي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی عبدالواحد حکیمي وايي، د افغانستان له اوسني سیاسي او اقتصادي انزوا څخه د وتلو او د اسلامي او نورو هېوادونو له لوري یې غوښتنو ته د مثبت ځواب ویلو لپاره اړتیا ده چې د تقابل سیاست ګوښی او پرځای یې د تعامل لاره غوره شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

 د اسلامي همکاریو سازمان په دې غونډه کې د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست زیاته کړې چې ا.ا له ټولو هېوادونو سره د ښه نیت پر لاره روان دی او په‌کار ده چې یاد هېوادونه هم ورسره ورته تګلارې غوره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام