د ټولګټو چارو وزارت نن (دوشنبه، وري ۱۸) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د روانې حمل میاشتې له لومړۍ تر ۱۴مې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۲۸زره او ۸۱۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
دغه وزارت ویلي چې د حیرتان بندر له لارې «۹۶۴۰۳» ټنه، له آقینې بندر «۱۰۹۱۰» ټنه، له تورغونډۍ بندره «۱۷۹۱۱» ټنه او د خواف ـ هرات له لارې «۳۵۹۰» ټنه نفتي، غیرنفتي او نور مواد هېواد ته وارد او بهر ته صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي چې په تیرو دوو اوونيو کې «۴۵۷۰» ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي چې لويه برخه یې وچه میوه، د انارو جوس، کینو او کچالو دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټولګټو وزارت ویلي چې هڅه کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.
د دغه وزارت په وینا، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.