د کورنیو چارو وزارت د یوې تازه پرېکړې له مخې، له دې وروسته به د دغه وزارت ټول نظامي مسوولان او سرتېري مکلف وي چې د دندې پرمهال رسمي یونیفورم واغوندي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع (دوشنبه، سرطان ۱۶) ویلي چې دغه پرېکړه د نظامي انضباط د پیاوړتیا، د پیژندنې اسانتیا، او د نظم ساتنې لپاره شوې ده.
ښاغلي قانع پر اېکسپاڼه لیکلي: «له هغه ځایه چې د کورنیو چارو وزارت اساسي دندې، د امنیت نیول، د قانون ټینګښت او له جرمونو سره مبارزه ده، نو په دې اساس د دغه وزارت د رهبرۍ جلسې د پرېکړې او د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د منظورۍ پر اساس ټول نظامي مسوولان او منسوبین مکلف دي چې د دندې د اجرا پرمهال د اسلامي امارت مشر له لوري له منظور شوي یونیفورم ګټه واخلي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړې چې دا کار به د پولیسو په پیژندګلوي کې د ولس لپاره سهولت رامنځ ته کړي.
دا داسې مهال دی چې تر دې وړاندې وخت ناوخته یوشمېر هېوادوالو د اسلامي امارت له مسوولانو غوښتي چې په خپلو ټولو نظامیانو د یونیفورم اغوستل جبري کړي، څو له عامو خلکو سره یې توپیر وشي.



