د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف په مشرۍ د مرستو د جلب او جذب کمیټې نن (یکشنبه، وري ۲۴) کابل کې د حکومتي ادارو او د ملګرملتونو دفترونونو ترمنځ د بیرته راستنېدونکو افغانانو د ښهمدیریت په موخه یوه غونډه ترسره کړه.
دین محمد حنیف له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په پروسه نیوکه وکړه او وې ویل، د اسلاماباد دغه کړنه د نړیوالو قوانینو، د کډوالۍ اصولو او د ګاونډیتوب حسننیت خلاف ده.
هغه له نړیوالو بنسټونو په ځانګړې توګه ملګروملتونو څخه وغوښتل چې له پاکستانه بیرته راستنېدونکو ته د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې فعاله رول ولري.
هغه په دې اړه وویل: «تاسو پوهېږئ چې پاکستان یو ځل بیا په بېبرحمۍ سره د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې، دا د نړیوالو قوانینو، د کډوالۍ اصولو او د ګاونډیتوب حسننیت خلاف عمل دی. مونږ باید د افغان کډوال د جبري ستنولو پروسې په برخه کې همکاریو ته لومړیتوب ورکړو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مرستیال انډریکا راټواټ دغې غونډې ته وویل، ټاکل شوې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوو پړاونو کې ترسره شي.
هغه زیاته کړه چې ملګري ملتونه هڅه کوي، ترڅو له پاکستانه بیرته راستنو شویو کډوالو لپاره مالي مرستې زیاته کړي.
دی وايي چې: «مونږ پر یوه پلان کار کوو چې له پاکستانه د بیرته راستنېدونکو افغان کډوالو اړتیاوو ته څنګه رسېدنه وکړو. ټاکل شوې افغانان په دوو مرحلو کې له پاکستانه واېستل شي، چې لومړۍ مرحله کې یې ۶۰۰زره او دویمه کې ۱.۵ میلیون افغانان شاملیږي. د هغوی ستونزو ته د رسېدو لپاره پوره چمتوالی لرو.»
ورته وخت کې افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان «IOM» مشره میا پارک یادې غونډې ته وویل، دغه سازمان د نورو همکاریو ترڅنګ کولی شي په ورځ کې ۴۶ زره بیرته راستنېدونکو ته مرستې ووېشي.
هغې وویل: «مناسب پلان دا دی چې د کډوالو ټولې اړتیاووې حل شي او هغوی ته مناسب امکانات برابر شي. مونږ د دې ترڅنګ چې بیرته راستنېدونکو ته بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کوو، هره ورځ ۴۶زره افغان کډوالو ته مرستې وېشو.»
له پاکستانه د افغان کډوالو د دویم پړاو جبري ستنولو لړۍ د روانې اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شوې.
د ملګرو ملتونو د مالوماتو پر اساس، د روانې میلادي میاشتې له پیل راهیسې شاوخوا ۶۰ زره افغانان له پاکستانه اېستل شوي چې تر ۱۸ زره یې په جبري ډول اخراج شوي دي.