Asset 1SWN

سلام وطندار

د اقتصاد وزارت: روان کال په افغانستان کې د نږدې اووه میلیارډه ډالرو پانګونه شوې

18609614_605-750x375-1

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، د روان لمریز کال له پیل څخه تراوسه بېلابېلو کورنیو او بهرنیو شرکتونو د لس میلیارډه او ۶۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او له دې ډلې له افغانستان سره د پانګونې لپاره د شپږ میلیارډه او ۶۰۰ میلیونه ډالرو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد هوکړه‌لیکونه له چین، ایران، ترکیې، ازبکستان، ترکمنستان او یوشمېر نورو هېوادونو سره د کانونو د پراسېس، د زېربناوو جوړولو او د برښنا د لېږد برخو کې لاسلیک شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې ا.ا په تېرو درېوو کلونو کې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو د راجلبولو په موخه د امنیت ټینګښت، له پانګه‌والو سره د هراړخیز ملاتړ، د مالیاتو کمولو، د فساد او کاغذپرانۍ د له منځه وړلو په برخه کې ګامونه اوچت کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت هم ویلي چې د عمان د صنعت او سوداګرۍ خونې استازي د دغه وزارت له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د افغانستان د فلزاتو او نفتو پر کانونو د پانګونې لپاره د عماني شرکتونو د لېوالتیا په اړه معلومات ورکړي دي.

بله‌خوا د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر د یک‌شنبې په ورځ د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډو اقتصادي مسایلو د تعقیب په موخه د بېلابېلو وزارتونو له استازیو سره ځانګړې ناسته کړې ده.

د ا.ا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه وايي: «دا غونډه چې د ملاصیب په مشري د اوبو او برښنا، کانونو او پټرولیم، کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ، ټولګټو چارو، د ښار جوړولو، د ټرانسپورټ او هوايي چلند، صنعت او سوداګرۍ او ځینو نورو وزارتونو سره شوې او هغوی ته دنده سپارل شوې، څو د روسي شرکتونو له وړاندیز سره سم د خپلو وزارتونو سترې او مهمې اقتصادي پروژې په نښه او له دغه معاونیت سره شریکې کړي.»

د اقتصادي چارو کارپوه نصیر رښتیا وايي، د ا.ا د نړیوال مشروعیت نشتوالی او بانکي بندیزونه په افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې مهمې ننګونې دي. د هغه په خبره، که سیاسي ستونزې حل او لګېدلي محدودیتونه لرې شي، دا بهیر به چټک شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو هم تر دې وړاندې سلام‌وطندار ته ویلي و چې بانکي محدودیتونه، د ا.ا په رسمیت نه پېژندل کېدل، په افغانستان کې د برښنا نشتوالی په هېواد کې پانګونې ته د پانګه‌والو د لېوالتیا لاملونه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام