په داسې حال کې چې د بشري بحران او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمښت په اړه اندیښنې دوام لري، کابل کې د ترکیې سفارت ویلي چې استانبول ښار د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د «افغانستان د همغږۍ ډلې» د غونډې کوربه وو.
د دغې غونډې په دویمه ورځ د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت یوځل بیا له هیوادونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې له افغانانو سره مرستې داومداره وساتي.
د دغه وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب یادې غونډې ته په اشارې ویلي، هېوادونه او نړیوال سازمانونه باید د افغانانو اقتصادي لومړیتوبونو او اړتیاوو ته په پام، له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.
هغه سلاموطندار ته وویل: «زمونږ غوښتنه دا ده چې دغو غونډو کې د ستونزو حل، لومړیتوبونو او د خلکو د اړتیاوو پر اساس د پروګرامونو په اړه خبرې وشي. همدارنګه د بشري مرستو ترڅنګ، مرستې باید په بنسټیزو زېرمو او پراختیايي چارو متمرکزې ووسي، څو له دې لارې خلکو ته کاري فرصتون رامنځ ته شي، د کورنیو اقتصاد پرمختګ وکړي او د فقر او بېکاري کمېدو لامل شي.»
ورته مهال د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې هم اوسنیو افغان چارواکو ته د مالیاتو د رسېدو مخنیوي لایحه تصویب کړې او د استازو جرګې ته یې لیږلې ده.
د امریکا متحده ایالات چې د افغانستان لپاره یو له لویو مالي مرسته کونکو څخه وو، د خپلو مرستو د یوې برخې په ځنډولو یا بندولو سره، هېواد کې د بشري بحران پراخېدو په اړه اندیښنې زیاتې کړې دي.
د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې اسلامي امارت باید د بحران د مدیریت او په لویدیځو مرستو د تکیې د راکمولو لپاره په سیمهییزو تعاملاتو او ډیپلوماسۍ کې ډیر فعال رول ولوبوي.
د چارو کارپوه شاکر یعقوبي په دې اړه وايي: «څو غوراوي شته چې کولی شي د امریکا د مرستو ځای ونیسي، یوه یې همد ترکیې، قطر، هند، چین او د منځني اسیا هېوادونو د مرستو جبلول دي. بله ټاکنه د اروپايي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان او یا نورو بنسټونو مرستې ترلاسه کول دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تر دې وړاندې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ «یوناما» ویلي و چې د «افغانستان د همغږۍ ډلې» غونډه به د مرسته کوونکو هېوادونو، مالي بنسټونو او یوناما د استازو په ګډون سره ترسره شي چې موخه یې له افغانانو د حیاتي ملاتړ دوام دی.
د اقتصادي چارو دوو نورو کارپوهانو عبدالظهور مدبر او امیدالله قاسمزي وویل چې په نړیوالو مرستو د افغانستان د تکیې راکمولو لپاره باید کورنیو ظرفیتونو ته پاملرنه وشي.
دوی ټینګار کوي چې سرپرست حکومت باید د بشري بحران د مدیریت لپاره اغیزمنې حل لارې غوره کړي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو لهمخې، په ۲۰۲۵ میلادي کال افغانستان کې له ۲۲ میلیون څخه ډیر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» هم د اړمنو افغانانو د سمدستي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۲.۲۴ ملیارډ ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.



